نظر سنجی

ساختار حکومتی مطلوب شما در افغانستان کدام است؟
 

آمار وب سایت

ولی افغانان بهرنیو هیوادونو ته دشک په سترګه ګوری؟ مشاهده در قالب پی دی اف چاپ فرستادن به ایمیل
(2 امتیاز)
نوشته شده توسط Administrator   
دوشنبه ، 22 تیر 1388 ، 09:44

 

 

 

 

افغانستان دیوی لرغونی جغرافی په توګه ،پیچلی سیاست تاریخ او برخلیکلری چی له خپلو لوړوژورو او جغرافیاوی ځانګړنوسره بی ورته والی نه دی.به اتلسمه پیړی په وروستیو کلونوکی کله چی د بریتانیا لرغونی امپراطوری دختیځ هند د کمپنی د هیت په توګه هندوستان ته یی لاره پیدا کړه همدی وخت کی د تزاری روس واکمنی او انګلیس  تر منځ د سویلی آسیا،منځنی آسیا او ایران دشتمنی د تر لاسه کولو لپاره سیالی پیل شوه او د افغانی شاهانو په واکمنی اجتماعی نظم،سیاسی توازون او اثبات لړزانده شو. له هماغه وخت نه تر اوسه پوری دسولی او ثبات عمرد جګړو او کشمکشونو دواټن په منځ کی څلویښت کاله زیات نه دی.خو دسړی جګړی اخووډب څه په اصل کی د۱۹پیړی د قدرتونو په منځ کی میراث وه دافغانستان  په سیاسی تقدیر باندی داسی اغیزه وکړه  چی دشلمی پیړی اوږده جګړه یی رامنځته کړه داسی  یوه جګړه چی دهغی لمنه د۲۱ پیړی تر لومړی لسیزوپوری راوغزیده .د قدرت په سر د دغه جګړی  راتلونکی معلوم نه دی  او ددغی سیمی لپاره ناوړی پایلی او ستونزی راولاړوی شی.د تاریخی تجربو پس منظرښیی چی په افغانستان داوږدی جګړی بهرنی انګیزی نسبت کورنی انګیزو ته لویی او څو اړخیزه دی .اوس د سیمی او نړی لوبغاړوته ښکاره شو چی د پخوانی شوروی دنظامی لاس وهنی له وخته د افغانستان د سیاسی سیالی په میدان کی پښی ایښی وی ښکاره شو چی په د دعقایدو او دودونو ولاړ او محافظه کار هیواد کی هر بهرنی او سیاسی ممثل ته  د شک په سترګه ګوری او هیڅ څوک به رښتینی ګټونکی نه وی .ولی افغانان بهرنیو هیوادونو ته دشک په سترګه ګوری؟روڼ او ښکاره ځواب د دی پوښتنی لپاره  دا دی چی دافغانانو بی اعتمادی په بهرنیو باندی، ځینی غلط فهمی،دناروغه مدیریت د یوی پیړی لاس ته راوړنه ،د خلکو دګټو په پام کی نه نیول او له غوره سیاسی ډلوڅخه ناوړه ګټه اخیستنه په دی هیواد کی ده.21پیړی د افغانستان حیرانوونکی اهمیت د نړیوالو اړیکو د موازنی په ټاکلو کی دومره ځلولی دی چی په وروستیو کلونوکی د نړی لسګونو هیوادونو له لیری او نږدی د خپل حضو ر دتثبیت لپاره په دغه استراتیژیکه څلور لاری کی ځان وراچولی دی او هر یو دخپل توقع په تله او هیله سره سم دخپلو دمنافعو دبیمه کولو غوښتونکی دی.هیڅ یو له دغو ممثلانو څخه په داسی یو دریځ کی نه ول چی دادخپل راتلونکی دګر نا لیدلی ونیسی او یا دخپل واک رشته لکه په تیر وختونوکی خپلو متحدانو او یا دسیمی رقیبانو ته ورکړی .ددغو هیوادونو پالیسی جوړونکی ښه پوهیږی چی د امر په نهایت کی یوازی یوه مشترکه ژبه ،توافق او برابر اصول کولی شی چی دغه دجګړی ناتمامه درامی ته د پای ټکی کیږدی . دد ختیځ او لویدیځ د ممثلانو دحیاتی منافعو منطق بی ګمانه لکه یو خودکاره ماشین دی چی فعالیت لری تر څو یوه د حل لاره ددغه تاریخی سیالی د پای لپاره پيدا کړی .زه د یوه افغان لیدونکی په توګه چی ۷ کاله د ځوانی عمر یی دپخوانی شوروی اتحاد په بندی خانوکی تیر کړی او ۲۰ کاله د جګړی ،سیاست او ادبیاتو په برخه کی بوخت وم.خپل نظریات                   دافغانستان اوسنی حالت مخکی له دوهمه دوره دانتخاباتو څخه داسی وړاندی کووم:په وروستیو ۳۰ کلونو کی کله چی لومړنی توده جګړه د سوړ جنګ په لړ کی په افغانستان کی پیل شو نو ژوربدلونونه او پر شاتګونه په افغانستان کی راوپنځیدل.او افغانستان شاته لاړه او پس پاتی شو .دسولی او تفاهم خواته تګ ډیر وخت اومهارتونه غواړی حداقل دجګړی په شان.په دغه پړاو کی زمونږ هیواد دطبیعی لاری، پرمختګ او ټولنیزه روغتیا او روانی حالت څخه بهر شو.نړیوال او سیمه ییز او لوبغاړی له مختلفو ازموینو سره مخامخ شول ،په همدی ډګر کی ډیرګټل او بایلل تر سترګو شول مونږ باید ووایو چی اصلی ګټونکی  په اصل کی دافغانستان د جګړی بایلونکی دی .کله چی افغانستان د خطر سر چینه ته بدل شو دنورو هیوادنودتمدن او پرمختګ ستنی یی له خطر او پریشانی سره مخامخ شو.اوس داسی ښکاری چی سیمه ییز او نړیوال لوبغاړی دی ته اړ دی چی دافغانستان د سیالی په نوی پړاو کی مخکی له هر کار څخه دوی خپل له لاسه تلی ارزښتونه په دغه هیواد کی له اول څخه جوړ کړی .او دجګړی عصبیت او ټولنیز حساسیتونه او بی وزلی له منځه لیری کړی .او که داسی نه شو نو دا ریښه لرونکی خطر داسیا په  یو حساس او استراتیژیک ټکی کی سرحدونه یو په بل کی ماتوی او دګاونډیو هیوادونو او نړی ارامی تهدید کوی.خو باید ووایو چی دافغانستان اهمیت یوازی دهغه د خطر جوړونکی وضعیت پوری اړه نه لری.له بلی خوا کلیدی اهمیت زمونږد هیواد دتمدن پرمختګ ، نړیوال اقتصادی سیستم ،دحیاتی انرژی پوره کول دی.په دغه اساس د سیمی هیوادونه او لوی قدرتونه اړ دی تر څو افغانستان په ګډه توکه دټولی نړی د ګټی لپاره د سولی او ثبات کلی باندی بدل کړی دا مسله په اسانی سره دپوهی وړ ده څی که ناپوهی، بیوزلی ،بیعدالتی او ورانی په ا فغانستان کی نه وه څنګه مسلمانان په د راضی کیدل چی خپل ځان ووژنی او دمرګ خطر په سیمه کی واچوی.د ځان وژنی ارواپوهنه په افغانستان کی ښیی چی نړیواله مدیریت له اخلاقی فساد سره دی او دا بحران کوی شی چی راتلونکی ګټی او ارامتیا له بی علاجه ستونزو سره مخامخ کړی .د ځان وژنی پیښه په ساده ګی شرحه کیږی.داقتصادی رشد بی نظمی او د نورو په اړتیاوو باندی سترګی پټول ، ترهه له ځان وژنی برید څخه نسبت  هغی جګړی ته چی په سنګرونوکی مخامخ وی په مراتبو ژوره او لرزانه ده.ځان وژنه یوازی د خپله ځانوژونکی وژنه نه ده بلکه د نورو وژل او دډار دقدرت اوږدوالی په هر ځای کی ده.نو نړی یواځی خپلو ګټو ته سوچ کوی نه شی.ځینی قدرتونه خیال کوی چی که د ځان وژنی مدیریت په لاس کی ونیسی نو د امتیاز اخیستلو رتبه یی نسبت نورو استراتیژیک رقیبانوته لوړ کیدی شی.دجګړی د مدیرانو تیروتنه په همدی ځای کی ده چه که ځان وژنه ضد د انسانی ارزښتونو، درک اوعقل دهدغه څیزونه هیڅ سرحد ، خبری اتری، دوستی او دښمنی نه پیژنی. په هغه وخت کی چی انسانی عاطفه او اراده دعقل او منطق له سړک نه لیری شی منطق خپل مدیریت له منځه وړی .له کلونو کلونو را په دی خوا مونږ وینو چی تروریزم  او افراطیت (تعصب)هغه لاسونه چی ددوی په خوله ایښودل شوی وڅنګه یی په غاښ کړل.په پاکستان کی اوسنی حالت زمونږ دخبرو ثبوت کیدی شی.آیا دپاکستان مقاماتو کله داسی سوچ کړی وه چی یوه ورځ به جګړه اوترهه له افغانستان څخه دسوات په شان ښکلی ځای ته لاړه شی او ۶۰۰ښوونځی او مدرسی به هلته له کاره ووځی.آیا دا یوه نوی ډارونکی او لویه کیسه د آسیا په سهیل کی نده. مونږ عقیده لرو چی جګړه له افغانستان څخه بهر ته ویستل شوی ده. ادامه لری ... د دی هډوکی ماتوونکی جګړی منطق په د کی ده چی دغه ژبه لرونکی اور ژر یا پس نورو وچو خرمنونوته رسیږی. دافغانستان د جګړی لړی د رسنیو یوه ټوکه نه ده. دا جګړه د ټوکی او مدیریت له ګرد شکل څخه وځی.د قدرتونو د ګټو ضد یو له بل سره په دغه سیالی کی پخپله د اور دریاب د افغانستان له مرزونوڅخه بهر ته لیږدوی.هغه دوره چی قدرتونوکوښښ کاوه چی جګړه په یوه منځنی کلی کی لکه افغانستان وساتی تیره شوه .۳۰ کاله یی داسی وکړل خو دجګړی مضمون د راتلونکی انرژی او جغرافیوی دریځ له مخی د جاری جګړی مضمون په افغانستان کی بدله شوه.مونږ په ده باور یو چی عمومی ګټی دافغانستان په محور کی داسی تقاضا کوی ،چی منفی سیالی له لویدیځنړی سره خپل ځای ګډی سرمایه ایښودلوته تش کړی تر څو کډ تفاهم او باور په سیمه کی بر قراره شی په دغه وروستیو ۷ کلونوکی د ځینو متمدنو هیوادونو تیروتنه په افغانستان کی ولیدل شوی .دغه هیوادونودامر په ظاهر کی افغانستان ییپه سمه توګه نه درک کړی او هر څه ته یی دشک په سترګه کتلی.هغوی  داقتصادی او ټولنیز پراختیا دڅرګندونی پر ځای دذات په نظر کی نیولو لوبو ، سنتی سیالی اود خپلو هدفونوتعقیبولوته بوخت دی .دا هیوادونه دترور او خطر له شک سره د مبارزی په ځای مزمن او څنډن عادتونه له اروپا او امریکا څخه هیواد ته راوړی.له څلویښتوڅخه  زیات هیوادو هدف په افغانستان کی په ظاهر کی مبارزه د تروریزم له خطر سره ده.دا یو نوی تدبیر ده.خو خپله پالیسی او زاړه هدفونه د دغو شعارونو په شا کی پټوی.او خپله دتعصب درشد سبب ګرځی له همدی ځایه ده چی خطر د دی پر ځای چی کم شی ډیریږی.وروسته د طالبانو د حکومت له ولیدو څخه افغانستان په داسی حالت کی وه چی ټاکلی دولت ،د قوانینو او مدنی نهادونو مجموعه یی درلوده. انګلیسان پرته له کومی مشوری څخه له نړیوالو متحدان او افغانستان دولت،په خلاف د قوانینو د جګړی له تروریزم سره په پټه توګه له طالبانو سره خبری اتری او معاملی یی کولی.د انګلیس لارښودانو دا خبره یی په ډاګه کوله چی نړیواله ټولنه مجبوره ده چی دطالبانو تعصب او افراطیت ومنی او حتی ددغه هیواد ځواکونه وایی چی ماته ورکول طالبانوته په افغانستان کی ناممکنه ده او طالبانوته د فکر کولو وخت باید ورکړل شی.په رښتیا سره انګلیسانو په هلمند کی دده پر ځای چی له افراطیت سره مبارزه وکړی لا د تعصب او تاوتریخوالی تنور یی ګرم او تود وساته.داڅه پټ راز دیچی د انګلیس دځواکونو وتل دعراق له بصری سره سم سوله او ارامی بیرته بصری ته راځی، خو جګړه په سهیلی ولایت دافغانستان هلمندکی په داسی حال کی چی ۱۸۰۰۰ځواکونه دانګلیس دتروریزم او القاعدی د مبارزی لپاره تللی وه کمه نه شوه بلکه دوام لرونکی او ډیره شوه ، نو دطالبانو جنګی ماشین د ده پر ځای چی له کاره وغورځیږی لکه په تیرو وختونوکی فعاله ده.د طالبانو د حکومت لړی څی باید پس له ولیدو څخه مدنی او قانونی ارزښتونوته تشویق شوی وه ، دتاوتریخوالی لپاره یی نوی بلنی پیدا کړی.پوښتنه دلته ده چی آیا انګلیس اوس هم لکه په تیرو وختونو کی غواړی چی په هره ممکنه لارچی وی یو استراتیژیک دهلیز د منځنی آسیا د شتمنیو خوا ته وباسی .دافغانستان د اوسنی حالت په نظر کی نیولو سره په اول قدم کی د ټولو لپاره د دی پوښتنی ځواب مثبت دی  مګر د دی اثبات چی ګوندی دا سوالونه منفی ځواب ولری ډیره سخته ده .مونږ چی په داسی حالت کی چی افغانستان د انتخاباتو دوهمی دوری ته سترګی پر لار یو ، بی له کومی سختی څخه داسی ویلی شو چی نړیواله اتلاف په افغانستان کی د سولی د دوام لپاره کومی فیصلی ته ندی رسیدلی دی .زه باور لرم چی افغانستان او د منځنی آسیا هیوادونه د افتصاد له نظره یو شان راتلونکی لری. په اول قدم کی د یوه ثابت سرنوښت د افغانستان مجهزول په دی مانا دی چی دا هیواد دګټی حلقه نورو هیوادونو ته وګرځی  تر څود خطر او تهدید شک د افغانستان له طرفه نورو هیوادونوته له منځه لاړ شی ،نو د سیمی لوی هیوادونه دا اړتیانه لری چی دمنځنی آسیا هیوادونه د جګړی او افراطیت له کبله  په افغانستان کی وډار شی  او له بلی خواد خپلو حیاتی منافع د شتمنیو په حوزو کی وساتی .زمونږ له نظره دغه هیوادونه لکه ترکمنستان ،قزاقستان،افغانستان،ازبکستان اوتاجیکستان دلویو شتمنیو خاوندان دی چی باید دسیمی د اقتصاد پیوند په ګټه او د عمومی منافعو لپاره په کار واچول شی . دغه پلانونه او لید لوری په سادګی سره کوی شی چی د جګړی منفی سیالیواو دسوړ جنګ په شان د لوبوټغر  ټول کړی . زمونږ خبره دا ده چی جنګ باید په هیڅ حال کی منځنی اسیا ته صادر نه شی .اوس د هغه وخت راغلی چی د جګړی اور ، دافراطیت او تعصب رشد ،د تروریزم اور مړ شی ، که نه نو د افغانستان جګړه صرف دافغانستان په محدوده کی نه پاتی کیږی ، دافغانستان دجګړی ۹۰کالو او یا مخکی له هغه نه بدلون یی موندلی او دخلاصون لار یی د ده اورګل کول دی .د سیاسی سیالیواړخ په افغانستان کی:په دغه کلونوکی دافغانستان سیاسی اړخپه اصل کی تکرار دجنګی اړخ وه.منفی سیالی له منځه تللی ، په سیاسی جوړښتونو کی قدرت جریان لری او استراتیژی ټولنه یو ځای د حکومت په ډګر کی تدوین نه شوه.هماغسی چی په نظامی برخه کی دنورو هیوادونو حضور او لوبه په نامعلومه توګه جریان لری،دسیاسی فساد تیتدل په ټولنه کی،په اقتصادی ،نظام جوړول په برخو کی ډیر دافسوس ځای ده، هغه څه چی په دغه ځای کی د اندیښنی وړ ده،دخلکو نا خوښوالی،ستړی توب ، بی اعتباری او بی تفاوتی په ټول هیواد کی ده.اوس دافغانستان خلک د۸۹میلادی پیړی دجګړی په شان خپل باور یی دهر بدلون او ښه راتلونکی لپاره له لاسه ورکړی، په داسی حال کی چی سیاسی کشمکشونه لکه د سوړ جنګ ددوری په شان  شته .په داسی حال کی چی خلک د نه برابره زورآزمایی دحاضرو قدرتونو دافغانستان دبرید په صحنه کی په پلندۍ راغلی.لیکوال:رزاق مأمون ژباروونکی: سهیلا صدیقی